له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۲۴) مه او ( ۲۵) مه ( ۲۴۷۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۲۶) کورنۍ چې ( ۹۱) تنه کېږي د ( ۲۳۸۶) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې (۲۶) کورنۍ ( ۴۷) تنه نارينه، ( ۴۴) تنه ښځينه د (۹۱) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.