تخار کې د دوامداره بيا يوځای کېدو ناسته وشوه

anwari_morr
-

د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو ناسته د مرغومي په ( ۵) مه د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د رئيسانو په ګډون د تخار ولايت دناستو په تالار کې ترسره شوه.

د يادې ناستې موخه د تخار ولايت او ولسواليو په کچه د راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو لپاره د مرستو همغږي کول وو.

د مهاجرينو چارو رياست استازي له پرانيستې وروسته د يادې کمېټې د کړنو او په (AIRS) سيستم کې د ثبت شوو شمېرو په اړه معلومات ورکړل او له همکارو بنسټونو او ستکوري رياستونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د داخلي بېځايه شوو او رستنېدونکو د ستونزو دحل په برخه کې د ياد رياست سره همکاري وکړي.

د تخار ولايت مرستيال والي د ادارو او ستکوري رياستونو ترمنځ د اړېکو په تيڼګښت او همغږۍ ټينګار وکړ او د مرستندويه بنسټونو استازو د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې د همکاريو ډاډ ورکړ.