له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه  د ليندۍ په (۲۷) مه ( ۱۶۸۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

 د نيمروز ولايت  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس  د معلوماتو له مخې  (۲۵) کورنۍ، چې( ۱۰۳) تنه کېږي او (۱۵۸۴) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۵) کورنۍ، چې  (۵۰)  تنه نارينه، (۵۳) تنه ښځينه  د ( ۲۵۱) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.