کندز کې يوشمېر ښځو ته د خياطۍ کورس پرانيستل شو
د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ليندي په ( ۲۷) مه په دغه ولايت کې (۱۱) کونډو، معيوبو او بېوزلو ميرمنو ته د خياطۍ کورس د پرانيستې خبر ورکړ.
د سرچينې په خبره ياد کورس د ښځينو لپاره د ښځو د سازمان له لورې جوړ شوی و او هر ګډنوال ته د ګنډلو ماشين، برقي اوتو، قيچي، د خياطۍ ميز، د خياطۍ وسايل او درې متره رخت ووېشل شو.