له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په ( ۲۴) مه او (۲۵) مه ( ۱۳۹۳) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې (۲۷) کورنۍ چې (۱۰۶) تنه کېږي (۱۶۸۷) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۴) کورنۍ چې (۵۲) تنه نارينه، ( ۴۷) تنه ښځينه کېږي د ( ۳۶۱) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.