باميانو کې سلګونو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
--

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت  ( ۷۱۶) راستنېدونکو، بېځايه شوو او د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنيو ته د ليندۍ په (۲۴) مه د مرستو دوېش خبر ورکړ.

د سرچينې په خبره  په پام کې ده، چې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې هرې کورنۍ ته ( ۱۷) زره او (۵۰۰) افغانۍ نغدې، (۳) کمپلې او يوه يوه ژمنۍ کڅوړه په يکه ولنګ (۱)، يکه ولنګ (۲)، کهمرد، شېر او سيغان کې ووېشل شي.