پکتيکا کې د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټې دويمه ناسته ترسره شوه
د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رئيس له لورې د ليندي په (۲۱) مه د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټې دويمه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته د پکتيکا ولايت مرستيال، داړونده سيمه ييزو ادارو چارواکو او د ادارو او موسسو استازو شتون درلود.
په ناسته کې د مهاجرينو چارو رئيس اړونده موضوعات ګډنوالو ته وړاندې کړل او د بنسټنو او دولتي ادارو څخه يې غوښتنه وکړه، چې راستنېدونکو او بېځايه شوو ستونزې حل کړي.
د همکارو بنسټونو چارواکو او استازو د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولايت کې به د راستنېدونکو او بېځايه شوو شته ستونزې حل او دوی ته به لا ډېر خدمات وړاندې کړي .