له شاوخوا دوه زره افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د ليندۍ په ( ۱۷) مه ( ۱۸۷۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په وينا په يادو راستنېدونکو کې (۸۶) کورنۍ چې (۹۷) تنه کېږي (۷۷۴) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې (۴۴۲) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.