د خوست ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز پرګرام ترسره شوه
مهاجرينو چارو وزرت د پلاوي له لورې د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د ليندۍ په (۱۵) مه د خوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست کار کوونکو ته روزنيز پروګرام ترسره شوه.
په دغه پروګرام کې د مکتوب ليکلو، استعلام، وړانديز، راپور، د کار کوونکو ارزونه او د بېلابېلو مالي او حسابي فورمونو په اړه د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د پروګرام ګډنوالو ته معلومات وړاندې شول.