له دوه زرو زيات   افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې د ايران څخه   د ليندۍ په ( ۱۵) مه ( ۲۱۰۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

په يادو راستنېدونکو کې (۷۰) کورنۍ چې (۲۵۵) تنه کېږي (۱۸۴۵) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې  (۴۳) کورنۍ (۱۱۰) تنه کېږدي د  ( ۴۶۰) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.