په ختيځ زون کې د مهاجرينو چارو وزارت رياستونو ته دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده
ننګرهار، کونړ او لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياستونوکارکوونکو ته د مهاجرينو چارو وزارت او (UNHCR) دفتر له لورې دوه ورځنی ورکشاپ د ليندۍ په ( (۸) مه او (۹) مه په ننګرهار ولايت کې ترسره شوه.
په ياد ورکشاپ کې د پلان او پالېسۍ رئيس مولوي محمود الحق، د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو ر ئيس مولوي سردار محمد شېرزاد، د بوديجې آمر جمال ځندارن، د وزارت د برنامو ارشد مدير محمد اجمل او د وزارت مقام اجرايوي همکار انجينر محمد عابد له خوا د مهاجرينوچارو وزارت او (UNHCR) دفتر د ګډو موخو او فعاليتونو، د ختيځ زون رئيسانو او آمرينو ته د مالي مسايلو، د لاسليک شوي هوکړه ليک اړوندو فعاليتونو، د وزارت د ستراتېژۍ، پالېسيو، د مستحقينو د تثبيت، هغوی ته د منظمو مرستو د وېش، د زياتو مرستو د جلب، مسحقنيو ته د بېلابېلو پرو ژو د پلي کولو او يوشمېر اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول او د ګډنوالو سوالونو ته ځوابونه وويل شول.
د ورکشاپ د دوهمې ورځې په پای کې د زون يوتن استازي د دواړو خو ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک د موثريت په اړه خبرې وکړې او د لازياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.
همدارنګه يو بل استازي د (UNHCR) دفتر د پروژو د پلي کولو له په برخه کې د رامنځته شوو ستونز د حل په اړه خپل نظروړاندې کړ او ورکشاپ د مهاجرينو چارو وزارت، د ننګرهار د مهاجرينو چارو رياست او د (UNHCR) دفتر د استازو په وينا پای ته ورسېده.