له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۹) مه ( ۱۲۵۵) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د معلوماتو له مخې (۱۶) کورنۍ، چې(۶۲) تنه کېږي او (۱۱۹۳) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۳) کورنۍ، چې (۲۶) تنه نارينه، (۲۳) تنه ښځينه د ( ۱۰۱) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.