په (۱۹) ولايتونوکې شاوخوا (۸) زرو کورنيو سره مرستې وشوې
يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۹) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ د ليندۍ د (۵) څخه تر (۱۰) مې ( ۸۹۶۹) کورنيو سره مرستي وشوې.
په يادو مرستوکې نغدي او خوراکي توکو شامل و،چې په بغلان، ارزګان، هرات، تخار، ننګرهار، نيمروز،پروان، بدخشان، بادغيس، کونړ، خوست، لوګر، ميدان وردګ، جوزجان، کاپيسا، سمنګان، هلمند، لغمان او بلخ ولايت کې يادو کورنيو ته ووېشل شوې.