کابل ښارکې له (۲۱) زرو زياتو کورنيو سره ژمنۍ مرستې ترسره کېږي

anwari_morr
-

 

د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو  پر بنسټ  په پام کې ده، چې د کابل ښار په اتمې او يولمسې ناحيې کې (۲۱۴۵۰)  اړمنو او بېځايه شوو کورنيو سره د خوراک نړيوال سازمان له لورې ژمنۍ مرستې ترسره شي.

د يادو مرستو د وېش د پيل او همغږۍ په موخه  د کابل ښار په اتمې او يولسمې حوزه کې  د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي، د اتمې او يولسمې حوزې د رئيسانو او مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون  ناسته ترسره شوه.

د کابل د مهاجرينو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي په اوسنيو شرايطو کې د خوراک نړيوال سازمان () خيريه کړنه يو نيک کار وباله او له (AGHCO) او (TSDO) موسسې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دغو مرستو په سروې او وېش کې هر اړخيزه او شفافه همکاري وکړي، تر څو يادې مرستې په اړمنو او مستحقو کورنيو ووېشل شي.

د اړمنو او مستحقو کورنيو سروې او په نښه کول به د کابل د مهاجرينو چارو رياست او دکابل ښار د ناحيو د مسؤلينو  په همکارۍ ډېر ژر پيل شي.