له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۸) مه (۱۸۵۴) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۴۴) کورنۍ، چې ( ۱۷۲) تنه کېږي ( ۱۶۸۲) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۳۸) کورنۍ، چې پکې (۶۸) نارينه، (۷۳) تنه ښځينه د ( ۹۴) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.