له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

Munibullah_Mansoor
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه  او نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې د ايران څخه  د ليندۍ په (۶) مه ( ۳۱۹۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د سرحدي آمر په ويناد هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې ( ۲۰۸۴) تنه افغان مهاجر ،( ۹۶) کورنۍ چې (۳۲۵) تنه کېږي د ( ۱۷۵۹) تنو نورو مجردينو سره  هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( (۴۷۶) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

په ورته وخت کې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې  د ايران څخه ( ۱۱۰۷) تنه  هېواد ته راستانه شوي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په وينا په يادو راستنېدونکو کې ( ۸) کورنۍ، چې (۱۲۸) تنه کېږي او ( ۱۰۷۹) تنه نور مجردين ول، ، چې له ډلې يې (( ۱۸۸) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.