په (۱۵) ولايتونوکې شاوخوا (۱۱) زرو کورنيو سره مرستې وشوې

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۵) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ د لړم د (۲۸) څخه د ليندۍ تر (۳) مې ( ۱۰۹۷۹) کورنيو سره مرستي وشوې.
په يادو مرستوکې خوراکي توکي، نغدي، ژمنۍ کڅوړې او د يو ښوونځي د بنسټ ډبره په هلمند، لغمان، فارياب، غور، لوګر، سمنګان، تخار، هرات، ننګرها، نيمروز، بغلان، ارزګان، کاپيسا، پروان او پنجشېر کې يادو کورنيو ته ووېشل شوې.