له درې زرو زیات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

د نیمروز ولایت د ورېښموپل له لارې د ایران څخه د ليندۍ په لومړۍ او دوهمه نېټه (٣٢٤١) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د مهاجرینو چارو د ريیس په خبره په یادو کسانو کې (٤٠) کورنۍ،چې (٢٤١) تنه کېږي او (٣٠٠) تنه نور مجردین ول،چې له ډلې یې (٣٩) کورنۍ چې پکې  (١٠٣) تنه نارینه،(٨٧) تنه ښځینه وې د (٢٧١) تنو نور مجردینو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.