دکاپيسا ولايت د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم پرانيستل شو

sadam_morr
-

 

د کاپيسا ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم د کاپيسا ولايت د مرستيال والي، دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو  او  د مهاجرينو چارو وزارت د  پلاوي  په شتون کې د (UNHCR) د فتر په همکارۍ  د ليندۍ په لومړۍ نېټه  پرانيستل شوه.

د کاپيسا ولايت مرستيال والي  د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي څخه  د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې او معلوماتي سيستم د پرانيستې له امله مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې  د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو لپاره دې ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو همغږي او د يوچتر لاندې راټول شي،ترڅو  د مستحقينو د پېژندنې په برخه کې له موږ سره  مرسته وکړي او لازم خدمات  ورته وړاندې شي.
وروسته د مهاجرينو چارو  وزارت پلاوي د پرزنټيشن له لارې د کمېټې د موخو، د معلوماتي سيستم او د کاري فعاليتونو د تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات وړاندې کړل.