ارزګان کې راستنېدونکو ته د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو او انلاين معلوماتي سيتم په اړه معلومات ورکړل شول

sadam_morr
--

    د ارزګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د تبليغاتي ټيم له لورې  د لړم په  (۳۰) مه  راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو او انلاين معلوماتي سيستم   په اړه  معلومات ورکړل شول.

 د معلوماتو له مخې په    ياد کمپاين  کې، چې د ترينکوت د سولې په سيمه کې، د مهاجرينو چارو آمريت له لورې د احصايې ادارې  په همکارۍ ترسره شو، پکې  يو شمېر راستنېدونکو او بېځايه شوو  شتون درلود.

موخه خلکو ته د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه د معلوماتو ورکول ول.

ديادې برنامې په جريان تبليغاتي ټيم چې د مهاجرينو چارو آمريت او احصايې ادارې د استازو څخه جوړ شوی و، د انلاين معلوماتي سيستم، د برېښنايي پېژند پاڼود ګټو، د فورم د ترلاسه کولو او طی مراحلو  په اړه ګډون وال وته معلومات ورکړل.