له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه ( د لړم په (27) مه ،(۲۸) مه او(۲۹) مه (۳۰۸۸) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۶۷) کورنۍ، چې ( ۲۹۳) تنه کېږي ( ۲۷۹۵) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۵۷) کورنۍ، چې پکې (۱۲۰) نارينه، (۱۳۴) تنه ښځينه د ( ۵۶۳) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.