پنجشېر کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه پرانيستل شوه

sadam_morr
-

د پنجشېر ولايت د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم  د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په ( ۲۸) مه بياځلې  فعاله شو.

په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو  په شتون کې ترسره شول ، د پنجشېر  ولايت  والي په خپلو خبرو کې د مهاجرينو چارو وزارت څخه  د دغه سيتم رامنځ ته کول او برېښنايي کول د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو په برخه کې  يو نېک اقدام.

هغه  د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو  او پلاوي څخه مننه وکړه  ويې ويل، د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي  په راتلونکي کې د يادې کمېټې د دندو او د طرحې له مخې د ناستو په جوړولو کې ژمن او چمتو دي.

وروسته د وزارت پلاوي  د بيا يوځای کېدو  کمېټې د موخو، دندو، د کمېټې د کاري تګلارې او د انلاين معلوماتي سيستم  په اړه  ګډنوالو ته معلومات ورکړل.