د ننګرهار اوسېدونکوته د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له لورې د احصايې ادارې په همکارۍ د (UNHCR) دفتر په مرسته د لړم په (۲۶) مه د اچين او سپين غر ولسوالۍ بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول.
د معلوماتو له مخې په ياد کمپاين کې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست او د احصايې ادارې د يو تن کار کوونکي د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو، د کاغذي او برېښنايي پېژند پاڼې ترمنځ د فرقونوپه اړه معلومات ورکړل او هغوی يې د پېژند پاڼو تر لاسه کولو ته وهڅول.
همدارنګه د فورم د ترلاسه کولو، طی مراحلو او د ګډون والو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.