ارزګان ولايت د مهاجرينو لپاره ښارګوټی نه لري

په ارزګان ولايت کې تر اوسه پورې د مهاجرينو ښارګوټو لپاره سيمه نه ده ځانګړې شوې او د مهاجرينو چارو وزارت د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د لړم په ( ۲۵) مه يوه سيمه د مهاجرينو د ښارګوټي د جوړېدو لپاره مناسبه بللې.
د دغه وزارت د پلاوي په خبره په ارزګان ولايت کې زيات شمېر راستنېدونکو او بېځايه شوي دي او يو د اساسي ستونزو څخه ددوی د سرپناه نه لرل دي، چې په تېرو وختونو کې د امنيتي ستونزو ، زور واکانو او غاصبينو د مداخلې له مه ورته ښارګوټی نه دی جوړ شوی.
سرچينې زياتوي، چې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د وړانديز او د ارزګان د والي په حکم د اړوندو ادارو د استازو د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي سره يوځای د ترينکوټ ته نږدې سمې څخه ليدنه وکړه او په پايله کې يې د قندهار او ارزګان لوی لارې ته څېرمه سيمه د مهاجرينو د ښارګوټو لپاره مناسبه وبلل او خپل نظر يې د ياد ولايت د چارواکو سره شريک کړ.