پاکستان کې (۳۵) افغان مهاجر له بنده ازاد شول

sadam_morr
---

د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې پاکستان کې (۳۵) افغان مهاجر،چې قانوني اسناد يې نه لرل، يوه مياشتې مخکې د پاکستاني پوليسو له لورې نيول شوي او زنداني شوي و، چې د لړم په ( ۲۵) مه له بنده ازاد شول.

د سرچينې په خبره يادو افغان مهاجرينو ته د کرايه په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.