ننګرهار کې (۲۸۰) کورنيوسره مرستې وشوې

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د لړم په (۲۵) مه ( ۲۸۰) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د (JEN) موسسې له لورې (۱۰۰) کيلو اوړه، ( ۲۴) کيلو وريجې، ( ۱۵) کیلو لوبيا، ( ۱۴) کيلو لوبيا، ( ۱۰) لېتره غوړي، (۲) کيلو شين چای او دوه دوه پاکټه مالګه ووېشل شوه.