بغلان کې راستنېدونکو ته د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول

sadam_morr
-

بغلان  ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په يو تبليعاتي کمپاين کې د لړم په  (۲۵) مه  راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو  په اړه  معلومات ورکړل.

  د معلوماتو له مخې ياد کمپاين، د مهاجرينو چارور ياست  د احصايې ادارې په همکارۍ د (UNHCR) دفتر له لورې د پلخمري  د الوان دښتې ترڅنګ د مهاجرينو په اتحاد ښارګوټي  او د خواجه الوان اتحاد لېسه کې ترسره شو، چې پکې يوشمېر راستنېدونکو،  بېځايه شوو او د سيمې خلک شتون درلود.

د يادې برنامې په جريان کې  د مهاجرينو رياست،د بغلان ولايت د  احصاييه او د (ppA-2022) د فوتوکل پلينت برنامې  ګډ تبليغاتي ټيم خلکو ته  د مخکينۍ او نوې برېښنايي پېژند پاڼې د ګټو او د نوې پېژند پاڼې  د فورم د ترلاسه کولو او طی مراحلو  په اړه  ګډنوال ته معلومات ورکړل شول.