جوزجان کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم بيا ځلې فعاله شو
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د UNHCR) دفتر په مرسته د لړم په ( ۲۵) مه د جوزجان ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم بياځلې فعاله شو.
په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول ، د جوزجان ولايت والي قاري محمد اسمعيل د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه يې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، د مستحقينو په پېژندلو، ثبيتولو او د مرستو په وېش کې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست سره همکاري وکړي.
وروسته د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د يو پرزينټيشن له لارې د بيا يوځای کېدو کمېټې د موخو، دندو، د کمېټې د کاري تګلارې او معلوماتي سيستم په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل.