د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي او د وزارت د ولايتي رياستونو چارواکو بلخ کې ناسته وکړه

sadam_morr
---

د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي او د وزارت د ولايتي رياستونو چارواکو د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست کې د همغږۍ ناسته وکړه.

د يادې ناستې موخه، چې د بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل او فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو د کار کوونکو په ګډون ترسره شوه، د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) فتر د ګډو فعاليتونو همغږي کول او تنظيمول او  د دوه ورځني ښوونيز ورکشاپ ترسره کول، چې په پام کې ده د بلخ ولايت د مهاجرينوچارو رياست کې تر سره شي.

د ناسې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس او د پلاوي مشر سردار محمد شېرزاد د وزارت او (UNHCR) دفتر د ګډو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او په همکاريو او همغږيو يې ټينګار وکړ.

وروسته د وزارت د برنامو ارشد مدير انجينر محمد اجمل د (UNHCR) دفتر د (2022 PPA) د لاسليک شوي هوکړه ليک، اجنډا  او د دوه ورځني ورکشاپ په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل  او د بوديجې آمر محمد جمال د مالي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ناسته د ګډنوالو د سوالونو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.