د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د بلخ ولايت د والي سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو د رئيس سردار محمد شېزاد په مشرۍ د بلخ ولايت د والي سره ليدنه وکړه.
په دې ناسته کې د وزارت د پلاوي په مشرۍ سردار محمد شېرزاد او غړو يې د وزارت د برنامو ارشد مدير محمد اجمل او د بوديجې آمر محمد جمال د وزارت د کاري سيمو په اړه معلومات ورکړل په ځانګړي توګه دهغه برنامو، چې په ولايتونوکې يې په نظر کې لري.
همدارنګه پلاوي د ولايت په کچه د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو په حل کې د ولايتي چارواکو د رول او د بلخ ولايت د ولايتي رياستونو لپاره د(UNHCR) دفتر په همکارۍ د دوه ورځني ښوونيز ورکشاپ او موخو په اړه معلومات ورکړل.
د بلخ ولايت والي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پروګرامونو د پلي کېدو او د ستونزو دحل په برخه کې د خپلو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړ او د ولايتي چارواکو لپاره يې د روزنيزو ورکشاپونو ترسره کول ارزښتناک وبلل او داسې برنامو د دوام غوښتنه يې وکړه.