د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خواد (UNHCR) دفتر په مرسته د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته د لړم له (۱۴) مې څخه تر (۱۷) مې د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د مکتبوب ليکلو، وړانديز، استعلام، د کار کوونکو ارزونه، راپور ليکنه، د اداري او مالي او حسابي موضوعاتو په اړه د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې ګډنوالو ته معلومات ورکړل شول او د ګډنوالو سوالونو ته ځوابونه ورکړل شول.