د ايران او پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه او ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د لړم په ( ۱۸) مه ( ۱۰۶۳) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو آمر د معلوماتو پربنسټ (۹۴) تنه افغان مهاجر، چې ( ۴۴) کورنۍ کېږي د (۷۸۷) مجردينو سره هېواد ته راستانه شول، چې له ډلې يې ( ۲۵۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
د يوبل خبر له مخې ( ۱۱۶) تنه افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي او په معلوماتي سيستم کې د نومليکنې وروسته د مرستو په موخه د (UNHCR)دفتر او د د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شوي دي.