د ايران څخه شاوخوا درې زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  او هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې   د لړم  په ( ۱۴)  مه او (۱۵) مه  (۲۷۲۳) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د لړم په (۱۵) مه  (۲۰۳۹) تنه افغان مهاجر ( ۹۵) کورنۍ، چې  (۲۳۲) تنه  کېږي  د( ۱۷۰۷) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

 سرچينې زياتوي، چې له ډلې يې (۴۴۵) تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې د نميروز  ولايت د ورېښمو پل له لارې د لړم په (۱۴) مه (۶۴۸) تنه افغان مهاجر ( ۱۷) کورنۍ، چې ( ۵۳) تنه کېږي د ( ۶۳۱) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

هغه زياته کړه، چې ( ۲۴۶) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.