د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خواد (UNHCR) دفتر په مرسته د ننګرها ر ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته د لړم د (۹) مې تر (۱۲) مې د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د راپور ليکنې، مکتوب، د کړنو ارزونې، د پلان جوړونې، بوديجې او مالي او حسابي فورمونه په تګلارې د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې خبرې وشوې او د ګډنوالو سوالونه ته ځوابونه وويل شول.