د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې دلړم په ( ۱۲) مه او (۱۳) مه (۱۸۰۶) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نميروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې (۳۷) کورنۍ چې ( ۱۱۱) تنه کېږي ورسره ( ۱۶۹۵) تنو مجردينو و، چې له ډلې (۲۸) کورنۍ چې پکې ( ۴۲) نارينه، (۴۹) ښځينه د ( ۳۷۹) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.