بادغيس کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شو

sadam_morr
-

 د مهاجرينو چارو وزارت  د پلاوي له لورې  د (UNHCR) دفتر په همکارۍ  د لړم په ( ۱۱) مه د بادغيس    ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه    بياځلې  فعاله شو.

د پرانيستې په مراسمو کې چې د سکتوري ادارې د رئيسانو، د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو  په شتون کې په دغه ولايت کې  ترسره شول ، د  بادغيس ولايت  والي خبرې وکړې او   د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او د مهاجرينو چارو رياست سره يې  د اړوندو همکارو مرستندويه بنسټونو په همغږۍ ټينګار وکړ.

وروسته  د وزارت پلاوي د بيا يوځای کېدو  کمېټې د مسؤليتونو او دندو په اړه  ګډنوالو ته معلومات ورکړل.