دايکندي کې د يو ښوونځي د رغولو چارو پيل شوې

sadam_morr
-

د دايکندي ولايت د مهاجرينو چارو رياست د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په (۱۱) مه  د يوښوونځي د جوړېدو خبر ورکړ.

ياده پروژه د مرستيال والي، د (UNHCR) دفتر د مرکزي زون د رئيس، دولتي ادارو، د سيمې د مشرانو او د ښارګوټو د استازو په شتون کې پرانيستل شوه.

ياد ښوونځی په دوه منزلو کې دولس درسي خوني، احاطوي دېوال، شنه سيمه، تشنابونه، د اوبو ذخيره، د لمريزې برېښنا د برق سيستم، د ښوونکو او زده کوونکو لپاره چوکۍ او ميزنه لري، چې ټول لګښت يې (۳) سوه  او (۱۳) زره امريکايي ډالره کېږي، چې د (UNHCR) دفتر له لورې په ( ۱۳) مياشتو کې   په (۳۲۰۰) متره مربع ځمکه کې جوړيږي.

 د ويلو ده، چې د دايکندي ولايت د پوهنې رياست د تشکيل له مخې د دايکندي ولايت د مهاجرينو لومړنی ښوونځيی فعال و، مګر ماشومانو په نا مناسبو او کرايي خونو کې زده کړې کولې.