ننګرهار کې د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست او اړوندو بنسټونو له لورې د لړم په (۹) مه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول.
ياد کمپاين د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري د مهاجرينو ښارګوټي کې ترسره شو، چې پکې بېځايه شوو او د سيمې خلک شتون درلود.
د يادې برنامې په جريان کې د مهاجرينو رياست، د (PPA) پروژې سروير او د ننګرهار ولايت د احصاييه او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ګډ پلاوي خلکو ته د مخکينۍ او نوې برېښنايي پېژند پاڼې د ګټو او د نوې پېژند پاڼې د فورم د ترلاسه کولو په اړه ګډنوال ته معلومات ورکړل شول.
دغه کمپاين په ټولو ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) د فترد لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته ترسره شوی دی.