نورستان کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم بيا ځلې فعاله شو

د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د لړم په ( ۴) مه د نورستان ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم بياځلې فعاله شو.
په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول ، د نورستان والي حافظ محمد اغا حکيم د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه يې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل او هغوی ته د غور خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دې د بيا يوځای کېدو کمېټې او معلوماتي سيستم له لارې د برابرو شوو اسانتياوو په کارولو سره په همغږۍ عمل وکړي.
وروسته د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو ادارې مسؤل دين محمد مستعني د راستنېدونکو او اوبېځايه شوو او د وزارت پلاوي د بيا يوځای کېدو کمېټې د موخو، دندو او د کمېټې د کاري تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل.