د زابل ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
-

د زابل ولايت د شيخ متي بابا د مهاجرينو ښارګوټي د  مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له خوا د (UNHCR) دفتر په مرسته  د لړم  په (۳) مه تخنيکي ارزونه وشوه.

د زابل ولايت د شيخ متي بابا د مهاجرينو ښارګوټی د قلات ښار په دوه کيلومترۍ کې  په ( ۲) زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی، د پلاوي په خبره  په ښاروګوټی تکې د زرو کورنيو لپاره نقشه په پام کې نيول شوې، خو له تخنيکي اړخه له سيمې سره سمون نه خوري اوبايد تفصيلي پلان ورته جوړ شي.

سرچينې زياتوي، چې د نمرو وېش د (۱۰۴) ګڼه فرمان له مخې نه دی شوی او فرمان پکې نقض شوی او د پلاوي له لورې څېړل شوي.