فارياب کې (۲۰۰) کورنيوسره مرستې وشوې

د (ICAN) موسسې له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۰۰) کورنيو سره د لړم په (۱۰) نېټه نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې (۱۰۰) کورنيو سره (۱۰۰) امريکايي ډالره نغدې او (۱۰۰) کورنيو سره (۱۰۰) امريکايي ډالره نغدې، يوه بوجۍ (۵۰) کيلويي اوړه، (۵) لېتره غوړي، ( ۷) کيلو بوره، ( ۲) کيلوشين چای، درې نيم کيلو لوبيا، او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.