د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات  ولايت د اسلام قلعه له لارې   دلړم  په ( ۱) نېټه   (۱۰۸۴) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې  (۶۷) کورنۍ چې (۱۰۵) تنه کېږي د( ۹۰۹) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۳۲) کورنۍ چې (۱۰۵) تنه  کېږي د ( ۱۰۳) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.