په يوشمېر ولايتونوکې له (۲۰) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت دولايتي رياستونو او آمريتو په همکارۍ په (۲۵) ولايتونوکې له (۲۰) زرو زياتو اړمنو کورنيوسره مرستې شوي.
د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتو د معلوماتو پربسنټ په هرات، نيمروز، هرات، بدخشان، پروان، سمنګان، باغيس، دايکندي، ميدان وردګ، غزني، قندهار، لغمان، غور، بلخ، تخار، پکتيکا، هلمند، باميان، ارزګان، کاپيسا،کونړ، پنجشېر، ننګرهار، کندز، بغلان او خوست ولايتونو کې ( ۲۰) زره او ( ۶۹۴) کورنيو سره، چې د جګړو، طبيعي پېښو زيانمن شوي و او همدارنګه اړمنو، معلولو، معيوبو، يتمو ماشومانو او کونډو ښځو سره د يوشمېر مستندويه بنسټونو له لورې مرستې ترسره شوي دي.
سرچيني زياتوي، چې په وېشل شوو مرستو کې نغدي، د پخلنځي وسايل، د لمريزې برېښنا تختې، هګۍ لرونکي چرګانې، شېدې لرونکي وزې، کورنۍ، خوراکي او روغتيايي کڅوړې شاملې وې چې د ذکر شوو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.