د پروان ولايت د مهاجرينو ښارګوټي د نجونو د ښوونځي تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
-

د پروان ولايت د اړوندو ادارو ګډ  پلاوي د تلې په (۲۶) مه د هغه ولايت د مهاجرينو ښارګوټي د نجونو د ښوونځي تخنيکي  ارزونه وکړه.

د ياد ښوونځي ودانۍ، د يونيسار دفتر له بوديجې جوړه شوه او د پروان  ولايت د مهاجرينو چارو رياست په وړانديز، د ولايت مقام په لارښوونه  د يوشمېر ادارو ګډ پلاوی جوړ او  د هغه ښوونځي د تعمير تخنيکي ارزونه يې  له نږدې وکړه  او قراردادي شرکت ته يې لار ښوونه وکړه، چې د يادې ودانۍ ستونزې حل کړي تر څو د ودانۍ د سپارلو او پرانيستې پروخت عملي شي.