د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr
--

د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو  وزارت پلاوي د (UNHCR) دفتر په مرسته  د نيمروز  ولايت د مهاجرينو چارو رياست  کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې د (۱۹) مې نېټې څخه تر  (۲۳) مې نېټې پورې  روزنيزه روزنيز پروګرام ترسره شوه.

په دغه پروګرام کې  د ياد رياست کار کوونکو ته  د راپور، مکتوب،د کړنو ارزونې، د بېلابېلو مالي فورمونو، پلان جوړولو او يوشمېر مالي موضوعاتو په اړه د وزارت پلاوي  خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.