د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې د تلې په ( ۲۰) مه (۱۳۳۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۳) کورنۍ چې (۲۳۲) تنه کېږي د( ۹۰) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۱۳۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.