د دايکندي د مهاجرينو ښارګوټي سرکونه سروې او ډيټايې راټوله شوه

sadam_morr
-

د دايکندي ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د تلې په ( ۲۱) مه د دغه ولايت د مهاجرينو ښارګوټي د سرکونو د تخنيکي سروې  او د (۱۰۰۰) متره استنادي ديوال د جوړېدو خبر ورکړ.

د سرچينې په خبره ياده سروې د مهاجرينوچارو وزارت له لورې د اوبو او انرژۍ وزرات په همکارۍ د دايکندي ولايت د ښار جوړونې رياست په همغږۍ سروې او له هغه ځايونو څخه معلومات راټول شول، چې کوم ځايونوکې يې استنادي ديوالونو ته يې اړتيا لرله.