د بادغيس ولايت د مهاجرينوآمريت کار کوونکو ته ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خوا د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت کار کوونکوته د تلې په (۱۹) مه د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو.
په دغه رزنيز پروګرام کې د راپور ليکنې، مکتوب، د کړنو ارزونې، د پلان جوړونې، بوديجې او مالي او حسابي فورمونه په تګلارې د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې خبرې وشوې او د ګډنوالو سوالونه ته ځوابونه وويل شول.
د مهاجرينو چارو وزارت کار کوونکو ته د ظرفيت لوړنې روزنيز پروګرام د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد د فتر په مالي لګښت ترسره کېږي.