بدخشان کې د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شوه

sadam_morr
-

 د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي له خوا د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته د تلې په ( ۱۶) مه د بدخشان ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د معلوماتي سيستم سره يوځای بياځلې  فعاله شوه.

د کمېټې د فعالولو موخه د اړوندو څانګو او همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږيو او اړېکو پياوړي کول، راستنېدونکو ړاو بېځايه شوو ته د خدماتو په ترسره کولو کې دهمغږيو رامنځ ته کول، د خوندي راستنېدو لپاره زمينه برابرول  او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته پروخت د خدماتو وړاندې کول دي.

په ناسته کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د  يوشمېر مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه، د بدخشان ولايت مرستيال والي ابومحمد احمدي او د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست  استازو په خپل وار سره د راستنېدونکو اوبېځايه شوو کمېټې  د فعاليتون، د کار د اهميت او معالوماتي سيستم په  په اړه  حبرې وکړې او د اړوندو څانګو په لاهمغږۍ اود خدماتو په روڼتيا ټينګار وکړ.