د ايران څخه له (۹۰۰) زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د وږي په (۳۱) مه (۹۵۴) افغان مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۷۷) تنه په جبري او (۲۲۷) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره (۱۰۴) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.